امریکا: د امریکا ۶۵۰ پوځیان افغانستان کې پاتې کیږي
امریکايي چارواکو ویلي، تمه کېږي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د عمده برخې تر وتلو وروسته هم، د امریکا ۶۵۰ پوځیان د ډیپلوماتانو د خوندیتوب لپاره دغه هېواد کې پاتې شي. چارواکو اسوشېټېډ پریس خبري اژانس ته د پنجشنبې په ورځ ویلي، د امریکا دغه سلګونو پوځیان به احتمالاً تر سېپټمبر میاشتې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې پاتې شي چې د ترکیې په مشرۍ د دغه میدان د امنیت ټینګولو بهیر په رسمي ډول پیل شي. دغو چارواکو دا خبرې د نوم نه ښوولو په شرط کړي، ځکه دوی له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د روان بهیر په اړه د خبرو اجازه نه درلوده. Читать дальше...