کراچۍ کې د دوو چينايي وګړو ټپيانېدل؛ د يوه وضعيت نازک ښودل شوی
د راپورونو لهمخې د هغو دوو چینایي وګړو له ډلې چې پرون د پاکستان په کراچۍ ښار کې په ډزو ټپیان شوي، د یوه روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی. د رویترز خبري اژانس د راپور لهمخې پر دغو چینایانو پرون سهشنبې سهار د کراچۍ ښار د ټوکر اوبدلو په یوه کارخونه کې د یوه ځایي امنیتي ساتونکي لهخوا ډزې شوې وې. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، یوه شخصي ساتونکي پر دغو چینایانو له یوې لفظي شخړې وروسته ډزې کړې دي. دې وزارت ویلي چې، د پېښې په اړه تحقیقات روان دي او هم په اسلاماباد کې د چین له سفارت سره له نژدې په تماس کې دي. Читать дальше...