ضمير کابلوف له پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړي
د طالبانو او پاکستان د لفظي ناندریو په لړ کې روسي او پاکستاني چارواکو پر افغانستان خبرې وکړې. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت چارواکو او د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د دغه هېواد پر اړیکو خبرې کړې او د یوه سولهییز او سوکاله افغانستان لپاره یې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ د زیاتېدو غوښتنه وکړه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته په یوه بیان کې وویل چې کابلوف د پنجشنبې په ورځ اسلاماباد ته په یو ورځني سفر تللی و. وړاندې... Читать дальше...