طالبانو د کډوالو چارو د سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني وژنه تایید کړه
د طالبانو حکومت وايي چې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې په یوه چاودنه کې یې د کډوالو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني وژل شوی دی. د طالبانو حکومتي ویاند ذبیح الله مجاهد پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي دي چې خلیل الرحمان حقاني د ډېسېمبر پر ۱۱مه "تر غرمې وروسته د خوارجو په یو ناځوانمردانه برید" کې ووژل شو. مجاهد په بیان کې د حملې د څرنګوالي په اړه نور څه نه دي ویلي خو د هغه وژنه یې د طالبانو د حکومت لپاره "ستره ضایعه" بللې ده. د کابل د چاودنې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو طالبان د... Читать дальше...