له اردن څخه سوریې ته د کډوالو ستنېدل پیل شوي
د اردن د کورنیو چارو وزیر وايي په سوریه کې د بشارالاسد د حکومت له ړنګېدو وروسته د سوریې شا و خوا ۱۸زره وګړي له اردن څخه، خپل هېواد ته ستانه شوي دي. مازن الفراية پرون دولتي ټلویزیون المملكة ته وویل، د ډسمبر پر اتمه د اسد د رژیم تر ړنګېدو وروسته تر پرون پنج شنبې د سوریې شا و خوا ۱۸زره وګړي بېرته خپل هېواد ته تللي دي. د هغه په وینا له کله چې په ۲۰۱۱م کال کې په سوریه کې کورنۍ جګړه پیل شوه، د سوریې یو ملیون او ۳۰۰زره وګړي اردن ته کډوال شول، چې ۶۵۰زره یې له ملګرو ملتونو سره رسماً راجسټر شوي وو.