Добавить новость
ru24.net
World News
Ноябрь
2020
1 2 3 4
5
6 7
8
9 10 11 12 13
14
15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30

د کندهار او ارزګان خبریالان: جګړه کې ښکېل لوري دې د خبریالانو ژوند ته پام وکړي

0
د کندهار د خبریالانو بنسټونو او د رسنیو استازو په هلمند کې د ازادي راډيو د خبريال الياس داعي وژل کېدل وغندل او په جګړه کې یې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې د خبریالانو ژوند ته پام وکړي.


په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال صادق رښتینی راپور لري چې غږیزه بڼه یې د لاندې تړونې په کېکاږلو ارسره اورېدلی شئ:





د الیاس داعي پر وژنې د ارزګان د خبریالانو غبرګون


همداراز ارزګان کې خبریالانو د ازادي راډيو پر خبریال الیاس داعي وژل کېد وغندل او د عامیلونو نیولو غوښتنه يي وکړه.


په ارزګان ولایت کې د سیمه ییزو او نړیوالو رسنیو خبریالانو په پر دولت غږ وکړ چې په هلمند کې د ازادي راډيو د خبریال الیاس داعي عاملین دې د قانون منګلو ته وسپاري.


په هلمند کې د ازادي راډيو خبریال الیاس داعي نن سهار وختي هغه مهال د ده په موټر کې د یوه نښلونکي ماین د چاودنې له امله ووژل شو چې نوموړی له خپل کوره د دندې په لور روان و.


په دې چاودنه کې د داعي ورور او دوه تنه نور ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.


تر اوسه د داعي د وژنې مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.


په دي اړه نور حال د ترینکوټ څخه ازادي راډيو خبریال شریف الله شرافت راکوي چې غږیزه بڼه یې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:




 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса