Добавить новость
ru24.net
World News
Ноябрь
2020
1 2 3 4
5
6 7
8
9 10 11 12 13
14
15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30

د ارګ په ګډون بېلابېلو بنسټونو د "داعي" وژنه بوږنونکې بللې

0
په افغانستان کې د بېلابېلو خواوو، شخصیتونو او بنسټونو له خوا د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي پر وژنې خواشینې ښودل شوې ده.


الیاس داعي نن سهار د هلمند مرکز لښکرګاه کې هغه مهال ووژل شو چې پر موټر یې مقناطیسي ماین وچاودېد.


پېښه کې د داعې ورور چې ځایي خبریال و، ټپی شو.


د ازادي راډیو مشر قادر حبیب الیاس داعی یو زړور او مسلکي خبریال یاد کړ: "دا یو زړه بوږنونکی او ټکان ورکوونکی خبر و چې ما نن سهار واورېده، موږ دا حمله محکوموو، الیاس داعي ۲۰۰۸ کال نه را په دې خوا د ازادي راډیو سره کار کاوه چې نوموړی یو تکړه، بې طرفه او زړور خبریال و."




د ازادې اروپا/ازادي راډیو د عمومي ریاست سرپرستې ډیزې سیندلر ویلي، داعي یو زړور او ژمن خبریال و او هېڅکله له هلمنده د راپور ورکولو پر مهال زړه نا زړه نه و. 


مېرمن سندلر ویلي، د داعي وژنه یو بزدلانه عمل دی چې یوې ځوانې کورنۍ ته یې مرګونی ګزار ورکړ او افغانستان یې له یوه تکړه خبریاله بې برخې کړ. 


په کابل کې د امریکا سفارت، د بشري حقونو کورنیو او بهرنیو ادارو او د خبریالانو ملاتړو بنسټونو دا برید غندلی دی. 


د ارګ په خبرپاڼه کې د ولسمشر محمد اشرف غني په حواله راغلي: "تروریستي ډلې د دغه وړ جنایتونو او بریدونو په ترسره کولو سره د بیان ازادي او د خبریالانو رسا غږ نه شي محدودولی". 


 




په افغانستان کې د خبریالانو ملاتړو بنسټونو له اړوندو ادارو غوښتي چې د داعې د وژنې پیښه وڅیړي.


د دې وژنې پړه چا نه ده منلې. یوه طالب ویاند ذبیح الله مجاهد آزادي راډیو ته وویل چې په دې اړه پلټنه کوي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса