فیضي: د نورستان یو تښتول شوی رئیس لا هم نه دی خوشې شوی
د نورستان مرستیال والي محمد هاشم فیضي وايي ددې پېښې د پلټولو لپاره پلاوی ګمارل شوی څو له طالبانو او قومي مشرانو سره وګوري خو په ټکو یې لا یې هم دقیق ځای نه دی معلوم شوی.
د کونړ چپې درې ولسوالۍ د نوستان مرکز پارون ته په غځېدلې لاره کې پرته ده چې څو ځلي په کې د یاد ولایت د والیانو په موټرېزو کاروانو هم بریدونه شوي دي، چې په کې مرګ ژوبله هم موجوده وه.
که څه هم تراوسه د نورستان د کلیو پراختیا او بیارغونې چارو د رئیس او ملګرو د نیولو مسولیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو قومې مشران وايي چې دوی د رئیس درې ملګري طالبانو سره موندلي او د ټولو موندلو او د راخوشې کولو هڅې کوي.