یوه قاضي د ټرمپ انتخاباتي ډلې له لوري اقامه شوې دعوه رد کړه
د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین ډلې غوښتنه کړې وه چې هغه ميلیونونه رایې دې بې اعتباره اعلان شي چې د پوستې له لارې استول شوي دي.
خو د ایالتي محکمې قاضي متیو بران ویلي چې د ډونالډ ټرمپ انتخاباتي ډلې بې سنده او د ګومان پر اساس حقوقي دعوه اقامه کړې ده.
د ښاغلي بران په وینا د امریکا په متحدو ایالتونو کې د یوې رایې بې اعتباره کول هم د منلو نه دي.
په پنسلوانیا ایالت کې د جوبایډن رایې تر خپل سیال ډونالډ ټرمپ ۸۰ زره ډېرې دي.