د سعودي عربستان پاچا د جي شل سرمشریزه پرانیستله
شاه سلمان په ریاض کې د دوه ورځنۍ سرمشریزې په پرانېستونکې وینا کې ژمنه وکړه چې دغه ډله به پر دغې ستونزې د غلبې لپاره د نړیوالې همکارۍ له لارې تر خپله وسه هره هڅه وکړي.
د سعودي پاچا د G-20 له رهبرانو غوښتنه وکړه چې د دې بحران له کبله د اوښتو زیانونو مخه ونیسي، دغه راز د خلکو ژوند خوندي کړي.
په کرونا وېروس په نړۍ کې تر یو میلیون او درې لکه اتیا زرو ډېر کسان مړه شوي دي.
د G-20 ډلې غړي هېوادونه د نړۍ د اقتصادي تولیداتو ۸۵ فیصده برخه او د نړیوال تجارت درې پر څلورمه برخه جوړوي.