سبا په جینوا کې د افغانستان په اړه دوه ورځنی مرستندویه کنفرانس جوړېږي
په دغه کنفرانس کې به د نړی د شاوخوا اویا هېوادونو او نړیوالو مرستندویه سازمانونو شاوخوا اویا وزیران او استازي د کرونا د خپرې شوې وبا له امله تر ډېره په انلاین بڼه ګډون وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو او ماليې وزیرانو حنیف اتمر او عبدالهادي ارغندیوال په دې کنفرانس کې د ګډون لپاره پرون له کابله حرکت کړی.
د رویترز آژانس د راپورله مخې تمه کېږي، چې نړیوال به د افغانستان له حکومت سره د راتلونکو څلورو کلونو په مخه د میلیارډونو ډالرو نوې مرستې ژمنې وکړي.
له افغانستان سره دغه نړیوال مرستندونه کنفرانس داسې مهال جوړېږي، چې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د سولې خبرې په ټپه درېدلې ښکاري او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم غواړي خپل زیات سرتېري د را روان کال د جنوري تر نیمایي له دې هېواده وباسي.
تر دې مخکې په ۲۰۱۶ کال کې نړیوالو د بروکسل په کنفرانس کې له افغانستان سره تر۲۰۲۰ کال پورې د ۱۵،۲ ميلیارډ ډالرو مرستې ژمنې کړې وې.