Добавить новость
ru24.net
World News
Ноябрь
2020
1 2 3 4
5
6 7
8
9 10 11 12 13
14
15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29 30

څېړنه: په افغانستان کې نړیوالو مرستو د پام وړ اغېز نه درلود

0
د افغانستان د مدني ټولنې مجتمعې د ژنیو کنفراس په درشل کې د یو راپور په خپرولو سره ویلي دي چې نړیوالو مرستو د پام وړ اغېز نه درلود.


د افغانستان مدني ټولنو مجتمعې ( مجما) د څېړنې موندنې ښیې، چې افغانستان سره د نړیوالو مرستو د پام وړ اغېزمنتیا نه درلوده.


دې بنسټ خپلې موندنې د یکشنبې په ورځ کابل کې اعلان کړې او ويې ويل، چې دغه څېړنه یې په ۳۱ ولایتونو کې د ۱۷۵۰ کسانو سره د مرکو پر بنسټ چمتو کړی.


د مدني ټولنو مجتمعې د پروګرامونو مسوول ایوب شهریار ازادي راډیو ته وویل، د نړیوالو مرستو د بې ګټې تمامېدو ترڅنګ په هېواد کې د بشر حقونو تر پښو لاندې کول هم جدي ستونزه ده.


هغه زیاته کړه: "د نړیوالو مرستو د اغېزمنتیا په اړه ۵۰ سلنه په دې باور دي چې یادې مرستو لږ ه اغېزمنتیا درلوده، د بشر حقونو په اړه ۸۹.۷ سلنه خلکو ویلي، هغوی چې د بشر ضد جرمونه يې کړي او ظلم یې کړی باید د قانون منګولو ته وسپارل شي."


د جګړې ختمېدل، له طالبانو سره د مذاکراتو له لارې سولې ته رسېدل، امنیت، ښه حکومتوالي، اداري فساد سره مبارزه، او نور په دغه څېړنه کې د خلکو غوښتنې  راخیستل شوي دي.


په څېړنه کې راغلي چې ۹۳.۵ سلنه مرکه کوونکي د طالباني نظام غوښتونکي نه دي.


په ورته وخت کې د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي وايي، افغانستان کې نړیوالي مرستې په ښه توګه لګول شوي او په بېلابېلو برخو کې ښه پرمختګونه شته دي.




هغه زیاته کړه: "افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستو ډېره ښه اغېزمنتیا درلوده او نن چې کوم پرمختګونه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ د افغانستان د دولت او خلکو د هڅو  په پایله کې وینو پرته له شکه د پام وړ دي."


د ژنیو ناسته د لسګونو هېوادونو او نړیوال سازمانونو په ګډون ، د فنلند، افغانستان او ملګرو ملتونو په ګډ کوربه توب په مجازي توګه سبا د سویس په ژنیو ښار کې ترسره کېږي.


دې کنفرانس کې د ګډون په موخه حکومتي پلاوی د بهرنیو چارو د وزیر حنیف اتمر په مشرۍ د ناستې ځای ته رسېدلی دی.


په دې ناسته کې نړیواله ټولنه له افغانستان سره خپلې مالي ژمنې او دولت هم د راتلونکو پنځو کلنو لپار خپل بروګرامونه اعلانوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Рублев обыграл Басилашвили и вышел в полуфинал турнира ATP в Монпелье






Прощание с эпохой: Дом кино в Москве пошел под снос

Премьера оперы «Андре Шенье» в МАМТ

Гала–концерт Х конкурса "Folk без границ" состоится в Москве 3 февраля

Задумчивый телефон