غزني کې د ملي اردو یوه سرتیري خپل دوه ملګري وژلي
د ملي اردو د درېیمې پلې لېوا ویاند علي محمد ښکاري نن سې شنبه(د مرغومي ۱۶مه) رسنیو ته په لیږلي پیغام کې ویلي، دا کار د وسله والو طالبانو یوه نفوذي کس کړی دی.
ښاغلي ښکاري زیاته کړه: "دوه کسه د توحیداباد په پوسته کې چې د لومړي کنډک مربوط ده، د نفوذي کسانو په برید کې شهیدان شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي."
پېښه تېره شپه د شپې درې بجې د غزني مرکز ته څېرمه په توحید اباد سیمه کې شوې ده.
وسله وال طالبان وايي، پردغه پوسته جګړه شوې چې په پایله کې یې اووه تنه سرتیري وژل شوي او یو بل بیا وسله والو طالبانو ژوندی نیولی دی.