Добавить новость
ru24.net
World News
Апрель
2021

امریکا: افغانستان کې له پوځي حضور پرته کولی شو د تروریستي ګواښونو مخه ونیسو

0
د امریکا متحده ایالات وایي، دغه هېواد به له پوځي حضور پرته افغانستان کې د القاعده ډلې احتمالي احیا کېدل په نظر کې ولري.


امریکایي چارواکي زیاتوي، واشنګټن له پوځي حضور پرته کولی شي په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو پر وړاندې د تروریستي ګواښونو مخه ونیسي.


د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي د پنجشنبې (د وري ۲۶مه) په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې دا هېواد د هر ډول ګواښونو په پام کې نیولو لپاره ابزار لري.


هغې زیاته کړه: "د امریکا متحده ایالاتو پر وړاندې ګواښ که له افغانستانه سرچینه واخلي، په هغه حد کې به وي چې وکولی شو په هغه ځای کې د پښې ځای درلودلو پرته یې مخه ونیسو. زموږ وړتیاوې په تېرو ۲۰ او ان ۱۰ وروستیو کلونو  کې د پام وړ ډېرې او لاښې شوي دي."


بل خوا د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جک سولېوان هم ویلي چې واشنګټن کولی شي په افغانستان کې د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې لاس په کار شي.




سولېوان په دې اړه د 'سي.اېن.اېن' خبري شبکې سره په یوې مرکې کې داسې وویل: "دا یو واقعیت دی، کله چې هلته د امریکا متحده ایالاتو او ائتلافي قواوې نه وي، له ګواښ سره زموږ د مقابلې وړتیا به بدله شي، خو باور لرو چې سیمه کې زموږ وضعیت په هغه سطح کې پاتېږي چې وکولی شو په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ وځپو."


سولېوان زیاته کړه چې واشنګټن په افغانستان کې د ښځو او نجونو ملاتړ ته دوام ورکوي او د ده په وینا طالبانو ته یې پیغام واضح دی.


دی وايي: "موږ نیت لرو د بشري او اقتصادي مرستو له لارې د افغان ښځو او نجونو ملاتړ وکړو او طالبانو ته یو ښکاره پیغام ورکړو چې که نه غواړي له نړۍ بېل اوسي او د نړیوالې ټولنې له خوا محکوم او یوازې شي، نو د تېرو شلو کلونو پرمختګونه او لاسته راوړنې به شاته نه کړي."




د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د چهارشنبې (د وري ۲۵مه) په ورځ اعلان وکړ چې خپل ټول ځواکونه به د روان کال د سېپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه وباسي.




طالبانو ویلي چې د امریکایي ځواکونو په وتلو کې ځنډ د دوحې د تړون ښکاره سرغړونه بلل کېږي.


دغې ډلې د پنجشنبې(د وري ۲۶مه) په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل چې د تړون د سرغړونې عواقب به د امریکا پر غاړه وي.




امریکا  او طالبانو د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ پر ۲۹مه یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې ټول بهرني ځواکونه د روان کال د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه وتلي وای، خو شرط په کې دا وو چې طالبان به هم د ترورېزم پرضد مبارزې ژمنه کوي.


ولسمشر بایډن مخکې ویلي و چې د مې تر لومړۍ نېټې د ځواکونو وتل یې له تخنیکي او لوژیستکي پلوه ګران کار دی.


امریکا دا مهال په افغانستان کې ۲۵۰۰ سرتیري لري، د دې ترڅنګ ۷۰۰۰ نور سرتیري د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې دېره دي.


ناټو هم ویلي چې خپل ځواکونه به تر سېپټمبر دمخه له افغانستانه وباسي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Медведев победил Вавринку и вышел во второй круг турнира ATP в Роттердаме






Врач дерматолог-косметолог Мадина Байрамукова: как можно предотвратить появление морщин во время сна

Росгвардия отмечает 110-летие подразделений боевой подготовки

Суд вынес приговор подросткам, которые в Москве подожгли BMW за 15 миллионов

Чирлидерши из Чехова примут участие в чемпионате и первенстве по чир спорту