د امریکا اندیانا ایالت کې یوه وسله وال ۸ تنه په ډزو وژلي
پولیسو نن جمعه (د وري ۲۷مه) سهار وختي وویل، دا پېښه تېره شپه ناوخته د اندیانا پولیس نړیوال هوايي ډګر ته نژدې د فېډېکس د پوستې خدماتو په ودانۍ کې شوې ده.
دوی زیاتوي چې بریدکوونکي هم خپله ځان وژلی دی.
چارواکي وايي، لږترلږه څلور کسان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي چې د یوه حالت نازک دی.
د بريدکوونکي د هویت په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي او د پېښې علت هم نه دی معلوم.