د جنوبي کوریا 'هونس ګلوبل' کمپنۍد 'سپوټنیک وي' تولید ته تأسیسات جوړوي
دا په داسې حال کې ده چې روسیه له بېلابېلو هېوادونو څخه د دې واکسین د فرمایشونو په پوره کولو کې پاتې راغلی.
د جنوبي کوریا هونس ګلوبل Huons Global کمپنۍ نن جمعه (د وري ۲۷مه) په یوه بیان کې وویل چې دا کنسرسیوم به د دې واکسین د سمپلونو تولید په اګسټ کې پیل کړي.
بیان زیاتوي، دا کنسرسیوم چې د جنوبي کوریا درې نورې کمپنۍ هم په کې دي، غواړي د سپوټنیک وي واکسین د تولید لپاره نوي تأسیسات هم جوړ کړي.