Добавить новость
ru24.net
World News
Апрель
2021

اشرف غني: د دولت د سقوط اوازې ناسمې دي

0
له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو په درشل کې افغان ولسمشر وایي، د دوی د دولت د سقوط اوازې ناسمې دي. 


محمد اشرف غني دا خبرې دوه ورځې وړاندې د نظامي ګنجوي نړیوال مرکز په ناسته کې کړې، خو د خبرو دا برخه‌یې نن ارګ پر خپلو ټولنیزو رسنیو خپره کړې ده. 


ښاغلي غني زیاته کړې ځواکونه‌یې هره ورځ ۳۰ تر ۴۰ پورې عملیات مخته وړي او تر ډېره په خپلواکه توګه. 


ښاغلی غني وايي: "موږ د سقوط په خطر کې نه‌یو، دا روایت ناسم دی چې د افغانستان دولت به وپرځېږي، موږ یوازې ۴۰ زره کمانډو، ځانګړي او هوايي ځواکونه لرو چې ښه پياوړي او ښه روزنه‌یې شوې ده، تر هغو چې دا ځواکونه وي د دولت د سقوط خطر نه‌شته." 


له دې وړاندې د افغانستان دفاع وزارت هم ویلي چې د دوی ځواکونه د بهرنیو له حضور پرته هم د دغه هېواد او افغانانو د بشپړې دفاع وړتیا لري. 


له افغانستانه په بې‌قید او شرطه ډول د ټولو بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ځیني تحلیلیونه دا دي چې طالبان به ډېرې سیمې لاندې کړي. 


د امریکا استخباراتو هم ورته اندېښنه ښودلې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Елена Рыбакина сделала первое заявление после решения WTA по ее скандальному тренеру






Рузские долголеты занимаются рисованием

Гинер — о сериале про ЦСКА: «Многие вещи забываются — фильм напомнил»

Меры по охране редких птиц усиливают в городе

Песков: Путин и Трамп не обсуждали отмену санкций, но РФ считает их незаконными