Добавить новость
ru24.net
World News
Апрель
2021

حنیف اتمر او شاه محمود قریشي د سولې بهیر پر ګړندیتوب خبرې وکړې

0
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، له خپل افغان سیال محمد حنیف اتمر سره‌یې د سولې بهیر پر ګړندیتوب خبرې کړې دي. 


ښاغلي قریشي نن (د اپرېل ۱۸) پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل، هیله‌من دی چې په استانبول کنفرانس کې له ښاغلي اتمر سره وګوري او بیا یې اسلام‌اباد کې کوربه‌توب وکړي. 


د قریشي په خبره، دی او ښاغلی اتمر به له استانبول کنفرانس وروسته په پاکستان کې د همدې کنفرانس د لارو چارو په اړه خبرې وکړي. 


ټاکل شوې د استانبول کنفرانس د همدې اپرېل میاشتې په ۲۴مه پیل شي، افغان دولت وایي د ګډون کوونکو نوملړ یې بشپړ کړی، خو طالبانو لا په کنفرانس کې د ګډون یا نه‌ګډون په اړه په څه نه‌دي ویلي.


طالبانو دومره ویلي، تر هغه چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ونه‌وځي، دوی به داسې کنفرانسونو کې ګډون ونه‌کړې چې د دې هېواد په اړه پرېکړه په‌کې کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Касаткина вылетела из топ‑10 рейтинга WTA, Павлюченкова поднялась на девять позиций






Кинолог объяснил страх собак перед роботом-пылесосом

Новый дизайн, широкий диапазон настроек: игровые клавиатуры Bloody AT87 и AT98

AFP сообщило о 17 погибших в результате боевых действий в городе Гома в ДР Конго

Картину Николая Майкова «Вакханка» представили в псковском музее