Добавить новость
ru24.net
World News
Май
2021

د بغلان په زاړه ښار کې د جګړې پر مهال یو کلینیک وران شوی

0
د بغلان د عامې روغتیا رئیس محب‌الله حبیب وایي، د بغلان په زاړه ښار کې د جګړې پر مهال یو کلینیک وران شوی او یو روغتیاپال ټپي شوی دی. 


د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي دي چې پر دې کلینیک نن غرمه الوتکې بمباري کړې ده چې په‌کې یو ناروغ وژل شوی او دوه ډاکتران له اتو تنو نورو ملکیانو سره ټپیان شوي دي. 


د بغلان زوړ ښار د مرکزي بغلان د ولسوالۍ برخه ده چې دوه اوونۍ مخکې طالبانو ونیوله او نن سهار دفاع وزارت وویل چې طالبانو پر دې ولسوالۍ له څلورو لورو برید وکړ چې په ځوابي برید کې د دوی ۲۵ تنه ووژل شول او ۱۰ تنه‌یې ټپیان شول. 


د دې جګړې په اړه د بغلان د پولیسو ویاند احمد جاوېد بشارت رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي دي چې په سیمه کې افغان ځواکونه لاهم د طالبانو په لټه کې دي.


ښاغلی بشارت زیاتوي: "وسله‌والو طالبانو د سهار د څلورو بجو خوا ته له څو خواوو د مرکزي بغلان پر ولسوالۍ برید وکړ. د دې بریدونو مخه ونیول شوه او په سیمه کې زموږ تصفیوي عملیات دوام لري."


دفاع وزارت او د بغلان پولیسو د امنیتي ځواکونو د تلفاتو په اړه څه نه‌دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Теннисист Рублев поднялся в рейтинге ATP на восьмое место






Культурно-досуговый центр «Полярный» в Москве скоро откроют

В Казани 85-летний юбилей отмечает ветеран вневедомственной охраны Росгвардии полковник милиции в отставке Александр Авдеев

Песков: на встрече Путина и Гунбы затрагивалась тема инвестсоглашения

Еще 2 заброшенных здания выставят на аукцион в Подмосковье