د اقتصاد وزیرې د سوداګرۍ لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ ونډه اړینه وبلله
د دغه وزارت ویاند صبور نریمان ازادي راډیو ته وویل چې د اقتصاد وزیرې کریمه حامد فاریابي، د ساینس، ټکنالوژۍ او ودې کمېسیون د نړیوال سازمان په ۲۴ مه ناسته کې په انلاین ډول ګډون وکړ.
میرمن فاریابي د افغانستان اقتصادي وده له ټکنالوژۍ سره تړلې وګڼله او په دې برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.
معلوماتي ټکنالوژي چې بنسټیزه برخه یې د انټرنیټي شبکو شتون دی، په نړۍ کې د اقتصادي ودې، کارموندنې، د بشري سرچینو د ظرفیت جوړولو، د سوداګرۍ پروسې په ګړندي کولو او د دولتونو په برېښنایي حکومتوالۍ کې مرسته کولی شي.