Добавить новость
ru24.net
World News
Май
2021

ملګري ملتونه په غزه کې د روانې حګړې د درېدو په اړه بېړنۍ ناسته کوي

0
ټاکل شوې ده چې نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسراییل او فلسطینیانو ترمنځ د روانې جګړې د دریدو پر لارو چارو بیړنۍ غونډه وکړي. 


په څه باندې یوه اوونۍ کې د دې جګړې له کبله تر دوه سوه ډېر کسان وژل شوي دي. 


د دې سربېره چې د دې جګړې د درېدو غږ له هر لوري په جګېدو دی، د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو پرون ناوخته وویل چې ځواکونه به یې په غزه کې د ترهګرو ځایونه تر هغو په نښه کوي چې د اسراییل ټول اتباع خوندي شي. 


د سپینې ماڼۍ په بیان کې راغلي دي چې ولسمشر جوبایډن د دوشنبې په ورځ له صدراعظم نتانیاهو څخه د اوربند غوښتنه وکړه.


ولسمشر بایډن تر دې مخکې هم ورته غوښتنه کړې وه او ویلي یې و چې دا د اسراییل حق دی چې له خپلې خاورې د توغندیو دفاع وکړي.


په ورته وخت کې د سپینې ماڼۍ په بیان کې راغلي دي چې اسراییل دې د بې ګناه ملکیانو د خوندیتوب لپاره ډيرې هڅې وکړي. 


د اسراییل پوځ وایي چې حماس او نورو فلسطیني ډلو  شااوخوا درې زره درې سوه پنځوس توغندي له غزې د اسراییل لور ته ویشتلي دي او یوازې دوشنبې یې دوه سوه فیر کړي دي.


د اسراییلي پوځیانو په وینا د دغه هېواد د هوایي ځواکونو او توپخانې د ډزو پر مهال لږ تر لږه یو سل او دیرش وسله وال وژل شوي دي. 


ملګري ملتونه وایي چې د دې جګړې له امله تر اته دیرش زره ډېر فلسطنیان په غزې کې د خپلو کورونو پریښودو ته مجبوره شوي دي او نورو دوه نیمو زرو کورونه له لاسه ورکړي دي. 


اسراییل د مې په لسمه وروسته تر دې پر غزه بمباري پیل کړه چې حماس له غزې د اسراییل په لور توغندي وویشتل.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Рейтинг ATP. Циципас вернулся в топ-10, Махач дебютировал в топ-20






В "Шереметьево" задержан иностранец с 10,5 тыс. контрабандных украшений

Частники опровергли планы строительства завода на берегу реки под Волгоградом

В Подмосковье сотрудники Росгвардии задержали подозреваемого в незаконном проникновении на территорию аптечного пункта

«Идеальное попадание». Юре Борисову пророчат будущее в киновселенной Marvel