د افغان مېرمنو په اړه د بشري حقوقو د څار د ټولنې خبرداری
په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب په نوم د دواړو ګوندونو له خوا جوړه شوې لایحه چې تېره اوونۍ سنا ته وړاندې شوه، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر موظفوي چې په کال کې دوه ځلي د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو په اړه کانګرس ته راپور ورکړي.
دا لایحه د افغان ښځو د خوندیتوب په هدف جوړه شوې، خو په عین حال کې دا خبرداری هم ورکوي چې که د افغانستان راتلونکی حکومت د دې حقونو له تضمین څخه ډډه وکړي، نو امریکا به خپلې مرستې پرې بندې کړي.
د بشري حقونو د څار ټولنې په یو بیان تازه کې ویلي چې د افغانستان له اوسني او راتلونکي حکومت سره د ښځو د حقونو په مسئله کې حساب کتاب مهم دی ، خو دا ټولنه پر مرستندویو هېوادونو غږ کوي څو دا یقیني کړي چې که د افغانستان له راتلونکي حکومت سره د احتمالي سرغړونې له کبله خپلې مرستې کموي نو باید په داسې طریقه یې کمې کړي چې افغان ښځې زیانمنې نه شي.