Добавить новость
ru24.net
World News
Май
2021

فاریاب کې د نوي والي ضد معترضانو د ولایت مقام او یو شمېر دولتي ادارې وتړلې

0
فاریاب ولایت ته د نوي والي د معرفي کېدو په غبرګون کې د دې ولایت د یو شمېر اوسېدونکو اعتراضونه لا هم روان دي.


۲۶ ورځې وړاندې د افغانستان د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د فاریاب لپاره د نوي والي د ټاکل کېدو اعلان وکړ چې ورسره جوخت د فاریاب د اوسېدونکو غبرګونونه هم پیل شول.


د خلکو لاریونونه ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دي.


که څه هم د افغانستان د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مخکې ویلي وو چې د فاریاب لپاره به بل والي معرفي کړي، خو د خلکو د غبرګونونو سره سره‌يې تېره ورځ د ملي اردو د لومړۍ لوا په ودانۍ کې محمد داوود لغمانی د والي په توګه معرفي کړ.




له دې اقدام وروسته سلګونه لاریون کوونکو د ولایت مقام دروازه تړلې او په مخکې يې د تحصن خیمه وهلې ده.


دغه اعتراض کوونکو نن د سې شنبې په ورځ د یو شمېر نورو دولتي دفترونو دروازې هم وتړلې.


په دې ولایت کې د ملي اسلامي جنبش ګوند د ولایتي دفتر رئیس عطا محمد فیضي ازادي راډيو ته وویل: "په میمنې ښار کې زموږ لاریونونه دوام لري، نن مو د پوهنتون، معارف، روغتون، بانک، برېښنا او د محکمې ریاست نه غیر چې موږ ورته احترام لرو د نورو ټولو دولتي ادارو دروازې وتړلې."


لاریون کوونکي او د جنبش ګوند پلویان وايي د فاریاب د والي په توګه ورته د ښاغلي لغماني ټاکل د منلو نه‌دي حکومت باید په خپله دې پرېکړه له سره غور وکړي.




د جنبش ګوند د رهبرۍ شورا مرستیال محمد مسعود مسعود ازادي راډيو سره په خبرو کې ګواښ وکړ چې که ولسمشر يې غوښتنو ته پام ونه‌کړي د پاتې دولتي ادارو دروازې به هم وتړي. د ده په وینا دا اقدام د دې ولایت او د جنبش ګوند د هیلو خلاف عمل دی.


ښاغلی مسعود زیاتوي: "که د فاریاب د خلکو غوښتنې ونه‌منل شي اوس خو د تحصن یوه خیمه لرو بیا به نورې هم ودروو، دغه‌شان به ټولې دولتي ادارې فلج کړو او تر هغې به زموږ لاریونونه دوام لري چې حکومت مو غوښتنو ته پام نه‌وي کړی."


دوه ورځې وړاندې د جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم لاریون کوونکو ته د ټیلیفون پر لیکه ویلي وو چې که محمد داوود لغمانی د فاریاب د نوي والي په توګه ومني، نو دا به‌يې ستر خیانت وي او ۳۰ کلنه مبارزه به‌يې خاورې شي.




په ورته وخت کې د فاریاب د نوي والي محمد داوود لغماني ویاند جاوېد بیدار ازادي راډيو ته وویل چې نوي والي خپل رسمي کار پیل کړی او په تېرو دوه ورځو کې د یاد ولایت له ولسوالانو، قومي مشرانو او مدني فعلانو سره‌یې لیدنې هم درلودې.


ښاغلی بیدار وايي: "تر دې دمه رسمي کارونه په عادي ډول پر مخ ځي، نوي والي اداري ناستې او دا شان له ولسوالانو سره رسمي جلسې درلودې، یو شمېر قومي مشران او مدني فعلان هم راغلي وو او لا هم تګ راتګ لري، تر دې دمه ټول رسمي حکومتي کارونه له همدې ځایه [د ملي اردو د لومړۍ لوا له ودانۍ] پر مخ وړل کېږي."


وموغوښتل چې په دې اړه د افغانستان د جمهوري ریاست او سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې نظر هم ولرو، خو ویاندویانو يې په وار وار اړیکو سره سره هم زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Евгений Кафельников

Теннисист-чемпион Кафельников несерьезно отнесся к успехам хоккеиста Овечкина






Мэр Москвы Собянин пошутил про «увезенный Газпромом» в Петербург снег

Неравенство: почему мужская психика ломается, когда женщина зарабатывает больше

Умерла автор книг об Ахматовой, искусствовед Татьяна Позднякова

Интересные факты о клининговой индустрии