زابل کې تر ۲۰ کيلوګرامو ډېر هیرويين او ښیښه ونیول شوه
د زابل له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د موټرو د تلاشۍ پرمهال په یوه ټونس موټر کې ۱۴ نیم کيلوګرامه ښیښه او دغه ډول له یوه کرولا موټره شپږ کيلو او درې سوه ګرامه هيرويين ونيول.
د زابل ولایت امنیه قوماندان ويس صميمي رسنیو ته وويل چې دا نشه يي مواد له هلمند او زابل ولايتونو څخه بار شوي او په پام کې وه چې کابل ولایت ته قاچاق کړل شي.