پر یوې سرمشریزې د نه سلاکیدو په اړه د کرملین خواشیني
له ولسمشر پوتین سره د اروپايي ټولنې د دې سرمشریزې پېشنهاد فرانسې او جرمني کړی و.
دا پلان وروسته له هغې ناکام شو چې د دې ټولنې ځینو غړو هېوادونو، په ځانګړي ډول ختیځې اروپا چې د مسکو د تهاجم په اړه ژوره اندېښنه لري، په دې برخه کې مقاومت وښود.
تېره شپه په بروکسل کې تر بحثونو وروسته د اروپايي ټولنې رهبرانو ، نن جمعه (د چنګاښ ۴مه) په یوه اعلامیه کې وویل، دوی به روسیې سره د ډیالوګ نور قالبونه او شرایط څرګند کړي.
دوی په اعلامیه کې له ولسمشر پوتین سره د کومې لوړې کچې سرمشریزې یا کتنې د پلان یادونه نه ده کړې.
دوی ویلي، اروپايي ټولنه د دې ټولنې د علاقې وړ برخو کې له روسیې سره مشخصو تعاملونو ته پرانیستې ده، لکه اقلیمي او چاپېریالي بدلون، روغتیا، د ایران اټمي تړون، د سوریې او لیبیا موضوع.