افغان پوځ: د فاریاب اندخوی ولسوالۍ له طالبانو بیرته ونیول شوه
د ځانګړو عملیاتو قول اردو په دې اړه په یوه بیان کې لیکلي چې افغان پوځیانو د فاریاب په اندخوي کې تر عملیاتو وروسته دا ولسوالي د طالبانو له کنټروله ازاده کړه.
د بیان له مخې د طالبانو تر ولکې لاندې ولسوالیو د بیا نېولو لپاره په چټکۍ سره عملیات روان دي او پرون هم د پکتیا سیدکرم او احمد ابا ولسوالۍ تصفیه شوي.
افغان پوځ ادعا کړې چې تر اوسه یې اته ولسوالۍ بېرته له طالبانو نیولي دي.
د یوناما مشرې وړمه ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې وویل چې طالبانو د مې له میاشتې راهیسې د شاوخوا پنځوسو ولسوالیو کنټرول په لاس کې اخیستی.
جګړو وروسته تر هغه زور واخیست چې بهرنیو ځواکونو د مې له لومړۍ په رسمي توګه له افغانستانه وتل پیل کړل.
بل خوا د غور والي وايي، امنیتي ځواکونه د دولینه ولسوالۍ له مرکزه په مؤقت ډول بل ځای ته لېږدول شوي دي.
عبدالظاهر فیضزاده نن په دې اړه رسنیو ته ته وویل: "موږ په ستراتیژیک لحاظ له هغو ځایونو چې د جغرافیې اوضاع ته په پام راته اکمالات ګران و، خپل ځواکونه د لنډ وخت لپاره ایستلي دي. که خدای کول په راروانو ورځو کې به دوی بېرته ولېږو، دولینه ولسوالي هم له هغو سیمو ده، چې ورته اشاره وشوه."
په غور ولایت کې د وسله والو طالبانو غړو هم په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو کړیو ویډیوګانو کې د دولینه ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې ده.
په وروستیو کې د ناامنیو له زیاتېدو سره د ولسوالیو د لاس په لاس کېدو خبرونه زیات ورکول کېږي.