ننګرهار کې تر سلو کيلوګرامو ډېر نشه يي مواد ونيول
لومړي عملیات چې د سرطان د میاشتې پر لومړۍ نېټه اجرا شول، په نتيجه کې يې ۵۴ کيلوګرامه چرس ونيول شول. دا چرس چې په يوه موټر کې بار کړل شوي وو، د جلال اباد ښار په ثمرخېلو سيمو کې ونيول شول.
دوهم عمليات چې په سرخ رود ولسوالۍ کې اجرا شول، په نتيجه کې يې ۸۳ کيلوګرامه چرس او اووه کيلوګرامه هيرويين ونيول شول.
د کورنیو چارو وزارت وياند طارق ارین ازادي راډيو ته وویل، درېيم عمليات چې د غني خېلو ولسوالۍ د استوګنې پر يوه کور وشول، په نتيجه کې يې څلور کيلوګرامه هيرويين او تر يوه کيلوګرامو ډېر کېمياوي مواد ونيول شول.