کرکټ؛ د پاکستان سوپرلیګ ۶م دور د ملتان ټیم وګاټه
ملتان سلطان لوبډلې په پایلوبه کې چې د اماراتو په شېخ زاید سټډیوم کې وشوه، پېښور زلمي ټیم ته ۲۰۷ منډې هدف ورکړی و.
پېښور زلمي یوازې ۱۵۹ منډې جوړې کړې. په دې ترتیب ملتان لوبډلې د ۴۷ منډو په توپیر دا فاینل وګاټه.
د پاکستان په سوپر لیګ کې دا وار په راشد خان او محمد نبي سربېره ځینو نورو ځوانو افغان لوبغاړو هم برخه اخیستې وه چې له ډلې یې د ډېرو پام حضرت الله ځاځي ته وو.
ځاځي د پېښور په ټیم کې پنځه لوبې وکړې چې دری واره یې په کې چټکې نیمه سلیزې هم وهلي.