کابل او شااوخوا سیمو کې یوه زوروره زلزله وشوه
د احتمالي زیانونو په اړه راپورونه نه دي ورکړل شوي.
د دې زلزلې کچه پنځه اعشاریه یو راپور شوې او مرکز یې له کابله شااوخوا ۶۰ کیلومتره لېرې چاریکارو ته نږدې یاد شوی.
د خواله رسنیو ګڼو افغان کاروونکو د دې زلزلې په اړه لیکلي چې ټکانونه یې زورور وو او دوی یې ویرولي.
په افغانستان کې چې ګڼ خلک یې په خټینو او غیر معیاري کورونو کې اوسي دغو ډول زلزلو پخوا خلکو ته زیانونه اړولي دي.