Добавить новость
ru24.net
World News
Январь
2022

مسؤلین: ژر به په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا ضد روغتونونه فعاله شي

0
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، ډېر ژر به په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا ضد روغتونونه فعاله شي.


د دغه وزارت ویاند جاوېد هژیر پرون ازادي راډیو ته وویل چې په بېلابېلو ولایتونو کې څو نړیوالو ادارو له کرونا وایروس سره د مبارزې د مرکزونو مسؤلیت په غاړه اخیستی. 


'"IOM' په هرات، ننګرهار، کندهار او هلمند ولایتونو کې د څلورو روغتونو مسؤلیت منلی دی. یونېسف اعلان کړی چې په پنځو ولایتونو کې د روغتونونو تمویل په غاړه اخلي او د روغتیا نړیوال سازمان ډبلیو اېچ او هم اعلان کی چې څلور تر پنځه روغتونونه به په ځینو ولایتونو کې تمویل او مخته یوسي."


په همدې حال کې په افغانستان کې د کرونا وایروس د مثبتو پېښو د زیاتېدو خبر ورکړل شوی دی.


پرون د ۳۸ نویو پېښو راپور ورکړل شوی چې له ډلې یې یو کس مړ شوی هم دی.




د روغتیا وزارت په دې وروستیو کې وویل چې د کرونا وایروس د بدلې شوې بڼې اومیکرون د پیژندلو لپاره تجهیزات نه لري او له مرستندویه ادارو په ځانګړي توګه د روغتیا له نړیوال سازمانه یې د مرستې غوښتنه کړې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса