Добавить новость
ru24.net
World News
Январь
2022

عراق: د بلاروس-پولنډ، لیتوانیا-لاتویا ترمنځ ایسار عراقیان مو هېواد ته راوستل

0
د عراق د بهرنیو چارو وزیر وايي، په وروستیو اوونیو کې د بلاروس-پولنډ، لیتوانیا-لاتویا ترمنځ ایسار څلور زره عراقیان یې بېرته هېواد ته راوستي.


فواد حسین پرون د عراق په پلازمېنه بغداد کې د لیتوانیا د بهرنیو چارو له وزیر ګابریل لینډسبرګیس سره ګډ خبري کنفرانس ته وویل چې د عراق حکومت د ۲۰۲۱ کال د نومبر له ۱۸ مې د عراقي مهاجرینو د بېرته ستنولو لپاره له بغداده بلاروس ته لس الوتنې تنظیم کړي دي.


تر دې مخکې د عراق د بهرنیو چارو وزارت د فرانسې خبري اژانس ته ویلي و چې یو شمېر عراقي کډوال لا هم له بلاروس سره پر پوله بند پاتې دي، خو د سختې واورې او سړې هوا له امله عراق ته د هغوی ستنېدل ځنډېدلي دي.


اروپايي ټولنې د بلاروس مستبد مشر الکساندر لوکاشینکو تورن کړی چې په بلاروس باندې د لویدیځو بندیزونو په غچ کې یې په زرګونو کډوالو ته چې اکثره یې د منځنۍ اسیا دي، لیتوانیا، لاتویا او پولنډ ته د اوښتو لار ورکړې.


خو بلاروس دغه تورونه رد کړي او پر اروپايي ټولنې یې د پناه غوښتونکو د نه منلو له امله انتقاد کړی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса