Добавить новость
ru24.net
World News
Январь
2022

ملګري ملتونه: طالبان د مېرمنو ضد تاوتریخوالی او تبعیض رسماً په یوه دود بدلوي

0
د ملګروملتونو د بشري حقونو د څارونکو یوه ډله وايي چې طالب مشران د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیت پربنسټ د پراخې کچې تاوتریخوالی او تبعیض رسماً په یوه دود بدلوي.  


دې شنونکو په خپل راپور کې چې نن دوشنبې(د مرغومې په ۲۷مه)  خپور شو ویلي دي" د طالبانو دا پالېسي د جنسیت پر بنسټ او د زیان رسوونکو اقداماتو په وسیله د ښځو او نجونو پر وړاندې د ډله ییز مجازات په معنا ده."


د ملګروملتونو د څارونکو ډله وايي چې په افغانستان کې په سیستماتیک او دوامدار ډول له ټولنیز، اقتصادي او سیاسي محیطه د ښځو د څنډې ته کولو د هڅو له کبله اندېښمن دي. 


دا څارونکي د کم عمر او جبري ودونو په هدف د افغان ښځو پر وړاندې د انساني قاچاق د خطرونو یادونه هم کوي او وايي چې په افغانستان کې هغه بنسټونه او میکانیزمونه له منځه تللي دي چې پخوا د ښځو د خونديتوب او له هغوی سره د مرستې لپاره رامنځ ته شوي وو. 


د ملګروملتونو کارپوهانو، له هغه مهاله چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر واک ولکه ټینګه کړه په دې اړه خبرداری ورکړی و. 


طالبانو د دې راپور په اړه تراوسه څه نه دي ویلي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса