Добавить новость
ru24.net
World News
Январь
2022

د ایران استخباراتو د ایت الله علي خامنه يي خورځه  فریده مرادخاني نیولې

0
د ایران د لوی مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي خورځه او مدني فعاله د ایران د پخوانۍ سلطنتي کورنۍ د یوه غړي د ستاینې په تور نیول شوې ده. 


په امریکا کې ډېره د بشري حقونو د فعالانو خبري اژانس هرانا چې د ایران د اړوندو مسایلو په اړه راپورونه خپروي، وايي چې د ایران د استخباراتو د وزارت ایجنټانو فریده مرادخاني د تېرې جمعې په ورځ ونیوله او د نوموړې پر کور د برید پر مهال یې د هغې ځینې شخصي وسایل هم ضبط کړل. 


هرانا اژانس خبر ورکوي چې مېرمن مرادخاني د تهران ایوین زندان ته انتقال شوې ده.


د فریدې مرادخاني ورور محمود مرادخاني په لندن کې ډېره د ایران انټرنشنل په نوم فارسي ژبي ټلوېزیوني چینل ته وویل چې د خپلې خور په خاطر خورا زیاته اندېښنه لري ځکه له هغې څخه هېڅ خبر نه لري او یوازې دومره پوهېږي چې د استخباراتو وزارت تر کنټرول لاندې ایوین زندان ته بیول شوې.  


نوموړې پر ټولنیزو شبکو د هغې ویډیو له خپرېدو وروسته ونیول شوه چې دا د ایران د وروستي پاچا محمدرضا پهلوي د مېرمنې فرح دیبا ستاینه په کې کوي. 


فریده مرادخاني د اعدام د سزا پرضد او د وګړو د مدني ازادیو د دفاع لپاره د فعالیت په خاطر په ایران کې مشهوره ده. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса