عبدالسلام حنفي: د رغنیزو پروژو چارې چټکې کړئ
د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي چې د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي چې د اقتصادي کمېسیون مشري په غاړه لري تېره ورځ ناوخته یې د یو شمېر سکټوري وزارتونو او پانګوالو سره په لیدنه کې د سوداګرو ورسیتو ستونزو او په دې برخه کې د اغیزمنو ګامونو خبره کړې.
د خبر ځای په حواله، ښاغلي حنفي ټول هغه وزارتونو ته چې د رغنیزو پروژو په تطبیق کې ونډه لري دنده سپارلې تر څو د دې پروژو چارو ته چټکتیا ورکړې.
دخپرې شوې خبرپانې پر بنسټ، پریکړه شوې چې په هلمند او کندهار کې د کجکي بند د ژر رغېدو لپاره دې ټول هغه الکترونیکي توکي چې ورته اړتیا ده له پېرېدلو وروسته ژر تر ژره واستول شي.
دا ناسته داسې مهال کیږي چې مخکې له دې یو شمېر سوداګرو او پانګوالو د خپلو چارو په وړاندې د ګڼو ستونزې خبرې کړي وې.
