Добавить новость
ru24.net
World News
Январь
2022

د اکسفام موندنې: کرونا بډایه خلک لا شتمن خو بې وزله یې ځپلي دي

0
د اکسفام موندنې ښيي چې د کرونا وبا له پيله د نړۍ د لسو تر ټولو بډایه کسانو شتمنۍ څه باندې دوه برابره شوې او ۱،۵ تریلیونه ډالرو ته رسېدلې ده. 


په ورته وخت کې د وبا له پيله د نړۍ په کچه له ۱۶۰ ملیونو ډېر کسان د بې وزلۍ خواته بیول شوي دي. 


اکسفام د خپلو دې موندنو راپور نن دوشنبې د جنورۍ په ۱۷مه داسې مهال خپور کړ چې همدا اوونۍ د نړۍ د اقتصادي مجمع انلاین غونډه هم د سویس په داووس کې جوړیږي. 


د اکسفام موسسې په راپور کې راغلي، د همدې وبا په ترڅ کې ډېر بډایه خلک د مالي او پولي تحرکاتو او ونډو له کبله لا بډایه شوي. 


دا په دې معنا چې د وبا له پيله په هرو ۲۶ ساعتونو کې یو شتمن کس میلیارډر شوی دی. 




د راپور له مخې د نړۍ ۱۰ تر ټولو بډایه کسان د ۳،۱ میلیارده بې وزله کسانو په اندازه شتمني لري. 


د اکسفام د راپور لیکوالانو ویلي، د اقتصاد دا چاره تصادفي نه، بلکې انتخابي ده. 


د دوی په وینا " اقتصادي تاوتریخوالی" هغه وخت رامنځته کېږي چې د سیاسي جوړښتونو تګلارې یوازې د بډایه او ځواکمنو کسانو لپاره جوړیږي. 


د راپور په وینا، دا وضعیت په نور ټولو بې وزله کسانو ښځو او نجونو ناوړه اغیز کوي. 


راپور کې ویل شوي چې د همدې نابرابرۍ له کبله هره ورځ ۲۱ زره کسان روغتیایي خدمتونو ته د نه لاس رسي، جنسیتي تاوتریخوالي، لوږې او اقلیمي بدلون له کبله مړه کیږي. 


د اکسفام په راپور کې غوښتنه شوې چې پر بډایه او میلیاردرانو باید مالیه ډېره شي چې له مخې به یې بې وزله هېوادونو کې د کرونا واکسین تشه هم تر یوه ځایه ډکه شي. 


دوی ویلي، اوس مهال د دې واکسین معنوي مالکیت له بډایه هېوادونو سره دی. 


د راپور له مخې د نړۍ ۱۰ تر ټولو بډایه کسان د ۳،۱ میلیارده بې وزله کسانو په اندازه شتمني لري. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса