Добавить новость
ru24.net
World News
Март
2022

جلال‌اباد کې په یوه ټرافیکي پېښه کې اته تنه مړه او دوه نور ټپیان شول

0
د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد کې تېر ماښام په یوه ټرافیکي پېښه کې اته تنه مړه او دوه تنه ټپیان شول.


د ننګرهار د ټرافیکو مدیر جواد شېرزاد ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه پرون دوشنبه ماښام شااوخوا ۶ بجې د جلال‌اباد ښار شپږمې ناحيې اړوند پر حلقوي سړک هغه مهال رامنځته شوه چې دوو کرولا او ډاټسن موټرو سره ټکر وکړ.


د دغه ټکر په نتیجه کې ۴ ښځې، یو ماشوم او درې نارینه مړه شول او یو نارينه او يوه مېرمن ټپيان شوي دي. 


ښاغلي شېرزاد ویلي چې ټپيان د درملنې په هدف حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي. 


د هغه په خبره پېښه د موټر چلوونکو د بې‌احتیاطۍ له کبله رامنځته شوې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса