Добавить новость
ru24.net
World News
Октябрь
2024

د غزې روغتيايي چارواکي: غزه کې تر دې دمه تر ۴۲زره او ۵۰۰ زيات کسان وژل شوي

0
د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت نن شنبه ویلي، چې د اسرايیل او د فلسطینیانو د حماس ډلې ترمنځ په روانه جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۲زره ۵۱۹ ته ورسېد.


په‌‌‌دې شمېر کې هغه ۳۳ کسان شامل نه‌‌‌‌‌دي، چې تېره شپه په یو لړ حملو کې وژل شوي دي.


د امریکا متحده‌ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس یو تروریستي سازمان ګڼي.


د غزې روغتیا وزارت وايي، د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له اوومې چې په غزې تړانګه کې جګړه روانه ده ۹۹زره ۶۳۷ نور کسان ټپیان شوې دي.


خپلواکو سرچینو دغه شمېرې تایید یا رد کړي نه‌دي.


د امریکا د متحده‌ایالتونو، مصر او قطر په منځ‌ګړیتوب په غزې د اوربند د ټینګښت هڅې روانې دي، خو تر اوسه یې کومه نتیجه نه‌ده ورکړې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса