Добавить новость
ru24.net
World News
Октябрь
2024

د جرمني صدراعظم او د ترکيې ولسمشر نن د منځني ختيځ پر کړکېچ خبرې کوي

0
ټاکل شوې چې د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ نن د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وګوري، چې د منځني ختیځ د کړکېچ او د کډوالۍ د بحران په اړه ورسره خبرې وکړي.


شولڅ په برلین کې د امریکا د متحده‌ایالتونو له ولسمشر جوبایډن، دغه راز د فرانسې او بریتانیا له مشرانو سره تر کتنې وروسته د جمعې ناوخته د ترکیې استانبول ته ورسېد.


د سوریې او افغانستان له کډوالو وروسته ترکان په جرمني کې د پناه غوښتونکی درېیم لوی شمېر جوړوي.


په عین حال کې لوېدیځ هیله‌من دی، چې د اسرايیل له‌خوا د حماس د لوړرتبه مشر یحیی سنوار وژل کېدل به په غزه کې له یوه کال جګړې وروسته د اوربند لامل شي.


په غزې تړانګه کې د اسرايیل د پوځي کمپاین سرسخت منتقد، اردوغان په وار-وار پر لوېدیځو هېوادونو د اسرايیل د ملاتړ له کبله انتقاد کړی، هغه د اسرايیل دولت یو "ترهګر دولت" بللی دی.


بل لوري ته برلین د اسرايیل قوي ملاتړی دی او له ځان هغه د دفاع د حق دفاع یې کړې ده.


شولڅ د جمعې په ورځ وویل، هیله‌من دی د سنوار وژل کېدل به د اوربند لپاره لاره هواره کړي.


سنوار پر اسرايیل د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر د اوومې د برید اصلاح طراح ګڼل کېده، چې هغه حمله په غزې کې د اسرايیل د پوځي عملیاتو د پیل سبب شوه.


سنوار د پنج‌شنبې په ورځ په غزه کې ووژل شو.


د فرانسې خبري اژانس د راپور له‌مخې، اردوغان د فلسطینیانو له افراطي ډلې حماس سره نږدې اړیکې لري، هغه ډله چې واشنګټن او اروپايي ټولنه یې تروریستي سازمان ګڼي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса