Добавить новость
ru24.net
World News
Ноябрь
2024

له لبنان د توغول شويو توغنديو په پايله کې ۷ اسراييليان وژل شوي

0
چارواکي وايي د اسرايیل په شمال کې پرون، هغو توغندیو چې له لبنان توغول شوي وو، د څلورو بهرنیو کارګرو په ګډون ټولټال ۷ کسان وژلي دي.


دا پېښه داسې وخت شوې، چې د اسرايیل پوځ، د لبنان په جنوب کې له مېشتو خلکو غوښتنه کړې چې نورو سیمو ته کډه وکړي.


بلخوا د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د خبر له‌مخې، په لبنان کې په تازه هوايي حملو کې لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي دي.


پرون پنج‌شنبه بیا د فلسطین چارواکو خبر ورکړ، چې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د اسرايیل په یوه چاپه کې ۳ کسان وژل شوي دي.


د فلسطین روغتیا وزارت ویلي، چې دوه فلسطینیان د اسرايیل په چاپه کې وژل شوي او درېیم د اسرايیلي پوځیانو په ډزو.


د اسرائیل پوځ وايي د دوی ځواکونو د نور شمس په نوم د کډوالو کمپ کې افراطي وسله‌وال په نښه کړي، دغه ځای په وروستیو میاشتو کې څو-څو وارې جګړې صحنه و.


پوځ وايي، د حماس ډلې هغه یو افراطي وسله‌وال یې وژلی، چې پر اسرايیلیانو یې حملې پلانولې.


د امریکا متحدایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Андрей Рублёв

Рублёв: мой уровень далёк от уровня топ-10






Ляпы голливудского фильма о полёте на Луну: Без "русского следа" не обошлось

Минус 30 миллионов. Русскую жену арабского шейха обворовали на Рублевке

Вчера враги, а сегодня побратимы: приметы на 3 февраля

Россия «подарила» США еще 2 млрд долларов, переведя их в банк JPMorgan