له جرمني د پناه غوښتونکو د اخراج سلنه ډېره شوې
د جرمني د کورنیو چارو وزارت پهدې موده کې د ۱۴۷۰۰ پناه غوښتونکو د اخراج موارد ثبت کړي، حال دا چې د ۲۰۲۳م کال په همدې موده کې دا شمېر یوازې ۱۲زره و.
جرمني په وږي/ سنبلې میاشت کې هغه ۲۸ افغان پناه غوښتونکي چې جرمني چارواکو په جرمونو کې ښکېل بللي وو، افغانستان ته اخراج کړل.
دا له کله چې طالبانو څه باندې درې کاله مخکې پر افغانستان بیا ولکه ټینګه کړې، له جرمني د افغان پناه غوښتونکو د اخراج لومړۍ پېښه وه.
دوی په یوه چارټر الوتکه کې افغانستان ته ولېږل شول او جرمني ویلي چې دا لړۍ به دوام کوي.