Добавить новость
ru24.net
World News
Ноябрь
2024

ريچارډ بېنيټ د جمعې په ورځ ملګروملتونو ته د افغانستان په اړه خپل راپور وړاندې کوي

0
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپورورکوونکی ریچارډ بېنیټ به د جمعې په ورځ د ملګروملتونو عمومي غونډې ته په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپل نوی راپور وړاندې کړي.


بېنیټ د دوشنبې ناوخته پر خپله ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې راپور یې، په افغانستان کې د بشري حقونو ناوړه وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو او اقلیتونو حقونه بیانوي.


د راپور په یوه برخه کې د طالبانو په زندانونو کې د ښځو د شکنجې او جنسي ځورونې د پېښو یادونه هم شوې ده.


په راپور کې دا هم ویل شوي چې، طالبان له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو او د پوهنتونونو د دروازو د پرانستلو نیت نه‌‌لري.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ له یوه خصوصي ټلوېزیون سره خبرو کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ یو "عقده‌‌يي شخص" یاد کړی او وايي دغه راپور یې هم د همدې عقدې له‌مخې برابر کړی دی.


طالبانو په زمري/ اسد میاشت کې ریچارډ بېنیټ د دې ډلې پر ضد د منفي تبلیغاتو په خپرولو تورن کړ او افغانستان ته یې د هغه پر سفر بندیز ولګاوه.


بېنیټ وویل، د طالبانو له دغه بندیز سره-سره په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو مستند کولو ته دوام ورکوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Даниил Медведев

Теннисист Медведев обыграл Пола и вышел в 1/4 финала "Мастерса" в Индиан-Уэллсе






Сахалин Дриллинг Сервисиз подает иск к Parker Drilling на 9,8 млн долл. США

Красноярскому краю присуждено звание «Столица финансовой культуры»

Личный бренд: секрет успеха Степаниды Федоровой

Инженеры РВСН осуществили взрывные работы на реке Оби для предотвращения образования ледяных заторов.