Добавить новость
ru24.net
World News
Ноябрь
2024

د اسراييل صدراعظم سره د دوو امريکايي استازو ليدنه؛ سيمه کې د کړکېچ پر ختمېدو يې خبرې کړي

0
د امریکا د متحده‌ایالتونو دوو ځانګړو استازو پرون د اسرايیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره په سیمه کې د روان کړکېچ په باب خبرې وکړې.


د نړیوالې زېربنا او انرژۍ د خوندیتوب لپاره د امریکا د ولسمشرۍ ماڼۍ ځانګړي همږي کوونکي اموس هوخشټاین او د داعش په وړاندې د مقابلې لپاره په نړیوال ايتلاف کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ځانګړي استازي برت مکګورک چې د منځني ختیځ په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی هم دی، پرون له نتنیاهو سره بحث وکړ.


په بیت‌المقدس کې تر دې کتنې وروسته د نتنیاهو دفتر ویلي، صدراعظم په ډاګه کړه، چې اصلي مسئله د دې یا نورو موافقو لپاره کاغذي کارونه نه، بلکې اصلي کار د اسرايیل هوډ او وړتیا ده، چې د دې موافقې تطبیق یقیني کړي او له لبنان څخه د هر ډول امنیتي ګواښ مخه ونیسي.


حزب‌الله چې د لبنان د جنوب ډېره برخه اداره کوي، یو سیاسي ګوند دی چې پوځي څانګه هم لري او د دې ډلې سیاسي څانګه د لبنان په پارلمان کې ځینې څوکۍ لري.


واشنګټن حزب‌الله تروریستي سازمان ګڼي، خو اروپايي ټولنې یوازې د دې ډلې پوځي څانګه د تروریستي سازمانونو په فهرست کې شامله کړې ده.


د فرانسې خبري اژانس د راپور له‌‌مخې د اسرائيل دفاع وزیر یوآف ګالنت هم پرون د امریکا له ځانګړو استازو سره جلا-جلا کتلي دي.




ګالنت تر دې کتنې وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی په خپلو بحثونو کې د اسرايیل د شمال پر امنیتي ترتیباتو، د لبنان پر وضعیت او په غزه کې د حماس ډلې له بنده د ۱۰۱ یرغمل شویو د راستنولو پر یقیني کولو خبرې وکړې.


پرون د لبنان له خاورې پر اسرايیل د توغندي په حملو کې د څلورو بهرنیو کارګرانو په ګډون ټولټال د ۷ کسانو د وژل کېدو راپور ورکړل شو.


دا له کله چې د اکتوبر میاشتې په لومړیو کې د لبنان پر جنوب د اسرائيل له‌خوا پوځي عملیات پیل شوي، یوه له خونړیو حملو ګڼل کېږي.




په همدې حال کې لبنان هم اعلان کړی، چې د دغه هېواد پر جنوب د اسرايیل په یو لړ حملو کې ۶ روغتیايي کارکوونکي وژل شوي دي.


د امریکا د متحده‌ایالتونو دوه ځانګړي استازي اموس هوخشټاین او برت مکګورک په غزه کې هم د اوربند د ټینګښت هڅه کوي.


په غزه کې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر له اوومې د اسرايیل او حماس ډلې ترمنځ چې د امریکا متحدایالتونه او اروپايي ټولنه یې یو تروریستي سازمان ګڼي جګړه روانه ده.


د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت پرون وویل، چې د فلسطینیانو په دغه قلمرو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۳زره ۲۰۴ او د ټپیانو ۱۰۱زره ۶۴۱ ته رسېدلی دی، هغه شمېرې چې بې پرې سرچینو تایید یا رد کړي نه‌دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Анастасия Потапова

Российская теннисистка Потапова вышла в финал турнира в Румынии






Авиарейсы задерживаются из-за ночных ограничений в нижегородском аэропорту

Готовьтесь закрывать форточки намертво: снежная буря еще заглянет в феврале

Выбираем сыр маасдам: как не нарваться на опасный продукт

Изменившийся Толик вернулся без Лены Полено, Сагалова ретировалась: чем удивят новые «Букины»