Добавить новость
ru24.net
World News
Ноябрь
2024

ډبيلو‌ايف‌پي: افغانستان له لوږې سره د مخامخ هېوادونو په نوم‌لړ کې ځای لري

0
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په افغانستان کې د خلکو پر ژوند د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.


د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، افغانستان د هغو ۲۲ هېوادونو په لېست کې دی چې له لوږې سره مخ دي.




په افغانستان کې د ملګروملتونو د دې ادارې مرستیال ویاند، ضیاالدین صافي د پنج‌شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د اقلیمي بدلون له امله په هېواد کې لوږه زیاته شوې ده.


د صافي په خبره، پرله‌پسې وچکالیو او د اقلیم د کړکېچ په پایله کې د سېلابونو زیاتوالي، د افغانستان ټول ولایتونه اغېزمن کړي دي.


نوموړی وايي: "افغانستان په نړۍ کې د اقلیمي بدلون په وړاندې شپږم زیانګالی هېواد دی. په ټول هېواد کې د خراب اقلیم اغېزو ټولې ټولنې له نهیلۍ او لوږې سره مخامخ کړي دي. سېلابونه او وچکالۍ دواړه زیات شوي او د هېواد هر ولایت سږ کال د اقلیم له کړکېچ څخه اغېزمن شوی دی. یوازې سږکال د سېلابونو له امله تر ۱۶۰زرو ډېر کسان اغېزمن شوي دي. شاوخوا ۲۰ زره کورونه او زرګونه هکتاره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده."


دغه‌راز نوموړي زياته کړه: "له بده‌مرغه، د تمویل کموالي د خوړو نړیوال پروګرام دې ته اړ کړ، چې د انعطاف پروژې نږدې یو پر درېیمه برخه ودروي، د اقلیمي بدلون د اغېزو د کمولو، د غذايي موادو ودې او پر بشري مرستو د تکیې کمولو لپاره ټولنې له مهمو اساسي بنسټونو بې‌برخې کوي."




د اقلیم بدلون په افغانستان کې ډېری کروندګر او بڼوال اغېزمن کړي او په کلیوالو سیمو کې چې خلک یې تر ډېره پر کرنه او بڼوالۍ ډېر متکي دي، د خوراکي توکو سرچینې کمې کړي او پر زیانګالو کورنیو یې فشارونه زیات کړي دي.




د وچکالۍ او د اوبو د سرچینو د کمښت ترڅنګ، سېلابونه، مرګونې زلزلې او سخت توفانونه په افغانستان کې د اقلیم د بدلون نورې پایلې دي چې خلک یې بې زیانه نه‌دي پرېښي.


د اوبو د چارو د تنظیم او چاپېریال ساتنې یو متخصص نجیب‌الله سدید وايي، د اقلیمي بدلون له منفي اغېزو د خوندیتوب لپاره باید یوه ګټوره تګ‌لاره خپله شي.


هغه وايي: "هغه څه چې مهم دي دا دي، چې په هېواد کې د اقلیمي بدلون د اغېزو په وړاندې د مقابلې لپاره یوه سمه تګ‌لاره ولرو. تر ټولو مهمه دا ده چې دغه تګ‌لارې عملي شي، موږ لا هم د اقلیمي بدلون په وړاندې د مقابلې لپاره هراړخیزه پالیسي نه‌لرو. هیله‌من یم هغه څه چې د جمهوریت پر مهال ورباندې لږ کار شوی و، د وروستیو کلونو شرایطو ته په پام پراختیا ومومي، ځکه تازه ارقام او نوي معلومات لرو."




په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو په اړه د اندېښنو په دوام، د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق (یونېسف) خبرداری ورکړی، چې کابل به تر ۲۰۳۰م کاله پورې د اوبو له سخت کمښت سره مخ شي.


د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې په تېره زمري/ اسد میاشت کې ویلي وو، چې په افغانستان کې ۲۱ ميلیونه خلک د اقلیمي بدلون له امله د څښاک له پاکو اوبو بې‌برخې دي.

یونېسف وايي، په کابل کې تر ځمکې لاندې اوبو د کچې د پام وړ کمښت یو لامل د اقلیمي بدلون منفي اغېزې دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Анастасия Потапова

Потапова обыграла Саснович и вышла в финал теннисного турнира в Румынии






РИА Новости: "TIME представил обложку с Маском". TIME ПРИМЕРНО ПОВТОРИЛ ИДЕЮ АНАТОЛИЯ ГОЛОДА. В.В. Путин, Дональд Трамп, Илон Маск. Россия, США, Европа могут улучшить отношения и здоровье общества?!

Дистрибьютор музыки. Дистрибьютор музыки в России.

Авиарейсы задерживаются из-за ночных ограничений в нижегородском аэропорту

Источник 360.ru: в московском пансионате «Березовая роща» начался пожар