Добавить новость
ru24.net
World News
Ноябрь
2024

جرمني ايران کې له خپلو اتباعو غوښتي چې له‌ دغه هېواده ووځي

0
د جرمني حکومت ایران ته د خپلو وګړو د سفر ممنوعیت تمدید کړ او په ایران کې له جرمني وګړو یې وغوښتل چې له هغه هېواده ووځي.


د ازادي راډیو د ایرانۍ څانګې/راډیو فردا د راپور له‌مخې د جرمني د بهرنیوچارو وزارت ویاند پرون خبرداری ورکړ چې، په ایران کې دېره جرمني وګړي خپل ځانونه د اسلامي جمهوریت له لوري د برمته کېدو له ګواښ سره مخامخ کوي.


د لړم په اوومه نېټه په ایران کې د جمشید شارمهد په نوم د ایراني الاصله جرمني وګړي له اعدام وروسته د جرمني حکومت په‌دې هېواد کې د ایران درې واړه قونسلګرۍ بندې کړې.


شارمهد څلور کاله مخکې د یوه کاري سفر په ترڅ کې له امریکا څخه هند ته تللی و او امریکا ته د راستنېدو پرمهال د متحده عربي اماراتو په دبۍ ښار کې د ایران د استخباراتي اجنټانو له‌خوا وتښتول شو او څو ورځې وروسته د حسن روحاني په مشرۍ د ایران د هغه مهال د استخباراتو وزیر ایران ته د نوموړي د انتقال خبر ورکړ.


شارمهد تورن و، چې په متحدایالتونو کې د تندر په نوم د سلطنت غوښتونکو د یوې ډلې مشري کوي او د شیراز په حسینیه کې په یوه بمي برید کې هم لاس لري.


شارمهد او د هغه کورنۍ دا تورونه رد کړي وو.


اروپايي ټولنې په یوه بیان کې د جمشید شارمهد اعدام غندلی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
ATP

Рио (ATP). 1/4 финала. Зверев сыграет с Комесаньей, Серундоло – с Мюллером






Дома великих музыкантов

Сочлененный автобус ЛиАЗ–6220, 1994 год, Москва

«Засуньте им в рот шланг!»: Каменск-Уральский потрясен, Мизулина негодует, Бастрыкин потребовал доклад

Какой сегодня праздник: 24 февраля отмечается несколько праздников, какой церковный праздник в России сегодня, 24.02.2025