له لبنان پر اسراييل د راکټي بريدونو پايله کې ۱۱ کسان ټپيان شوي
دې ادارې نن شنبې وویل، دا راکټونه پر یوه کور لګېدلي دي.
دا برید وروسته له هغې دی چې، د اسراییلو او حزبالله ډلې ترمنځ چې د لبنان پر ډېرو جنوبي برخو کنټرول لرې، د اوربند امکان کم شوی دی.
حزبالله ډله د امریکا د متحدایالاتونو لهخوا د یو ترهګریز سازمان په توګه پېژندل کېږي او اروپايي ټولنې د دې ډلې پوځي څانګه د ترهګریزو سازمانونو په لېست کې شامله کړې ده.
بل پلو، د لبنان روغتیايي چارواکو ویلي، د اسراییلو په پرونیو بریدونو کې ۵۲ کسان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي.