Добавить новость
ru24.net
World News
Ноябрь
2024

خوست کې د غرغښت راډيو خپرونې بېرته پيل شوې

0
د افغانستان د خبریالانو مرکز نن په یوه اعلامیه کې د غرغښت سیمه‌يیزې راډیو د خپرونو د بیا پیلېدو خبر ورکړی دی.


ددې اعلامیې په خوست ولایت کې غرغښت راډيو چې درې ورځې وړاندې د ځينو راډيویي خپرونو په بګراونډ کې د موسیقۍ د شتون له امله د یاد ولایت د امربالمعروف ادارې له‌خوا تړل شوې وه، نن یې بېرته خپرونې پیل کړې.


د افغانستان د خبریالانو مرکز په یاده اعلامیه کې د غرغښت راډیو د بېرته پرانیستلو د هرکلي ترڅنګ د دغې راډیو تړل د ازادو رسنيو له حقونو څخه ښکاره سرغړونه یاده کړې ده.


د افغانستان د خبریالانو مرکز په خوست کې پر رسنیزو محدودیتونو د لا زیاتېدو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د طالب چارواکو نه یې د غوښتنه کړې، څو رسنیو ته اجازه ورکړي چې د هېواد د رسنیو قانون پر بنسټ کار وکړي.


د افغانستان د خبریالانو مرکز یا (AFJC) د معلوماتو له‌مخې، په تېرو ۱۲میاشتو کې په افغانستان کې پر رسنیو او خبریالانو فشارونه زیات شوي او تېرکال په نسبت د خبریالانو نیول او د ځینو رسنیو بندول تر هغه په شدت دوام لري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Елена Рыбакина

«В личной жизни они находятся в отношениях». Вскрылась информация о скандале Рыбакиной






Кузбассовцам назвали допустимое количество блинов в рационе ребенка

Песков: извинения Вучича за случайное принятие резолюции в ООН импонируют РФ

В Московском регионе более 76,5 тысячи семей распорядились материнским капиталом через банки

Электричка сбила трех подростков в Ижевске