راشدخان د نړۍ د لوړ عايد لرونکو په لېست کې شامل لوبغاړی دی
د هندي رسنیو د راپور لهمخې، راشد خان چې د ګوجرات ټیم غړی دی، کلنی معاش یې ۷۰۰ میلیون افغانیو ته رسېږي.
راشد خان، د دې ترڅنګ چې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کلیدي لوبغاړی دی، دا مهال د هند د کرکټ د غوره لیګ (IPL) یو له لویو ستورو څخه ګڼل کېږي.
راشد خان یو خیریه بنسټ هم لري، چې په ۲۰۱۸ کال کې یې تاسیس کړی او له یتیمانو او بېوزلو ماشومانو سره د تعلیم او روغتیا په برخو کې مرستې کوي.