Добавить новость
ru24.net
World News
Ноябрь
2024

طالبانو په پکتيکا او تخار ولايتونو کې څلور کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي

0
د طالبانو ستره محکمه په پکتیکا او تخار ولایتونو کې ولایتونو پر څلورو کسانو د تعزیري سزا د عملي کېدو خبر ورکوي.


سترې محکمې پرون سه‌شنبې په یوه بیان کې وویل چې، د پکتیکا ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې د ابتدایه محکمې د پرېکړې له‌مخې دوه کسان، چې پر لواطت تورن وو، هر یو په عام محضر کې په ۳۹ دُرو ووهل شول.


تورنو کسانو ته همدارنګه د یو کال او اتو میاشتو بند سزاوې هم ورکړل شوې دي.


تر دې مخکې پرون سه‌شنبې د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې په عام محضر کې پر یوې ښځې او یوه سړي د نامشروع اړیکو په تور په عام محضر کې د ۳۹ دُرو سزاوې عملي شوې وې.


ورته تعزیري سزاګانې په‌دې وروستیو کې د افغانستان په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم تطبیق شوې دي.


په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما په خپل وروستي راپور کې چې تېره پنج‌شنبې خپور شو ویلي، طالبانو د جولای له لومړۍ نېټې څخه د سپټمبر تر پایه پر ۹۵ نارینه، ۱۵ ښځو او یوې نجلۍ ۱۱۱ بدني مجازات تطبیق کړي.


ملګروملتونو او د بشري حقونو ډلو له طالبانو غوښتي چې، دغه ډول سزاګانې دې چې انساني کرامت ته سپکاوی بلل کېږي، ودروي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса