د امريکا ولسمشريزې ټاکنې؛ د لومړنیو څو ایالتونو د الکټرال کالجونو رایې څرګندې شوې
ټرمپ د کینټاکي ایالت چې الکټرال کالجونه یې اته دي او د اندیانا ایالت چې یولس الکټرال کالجونه لري، ګټلي او هاریس هم ویرمونټ ایالت چې د الکټرال کالجونو رایې یې درې دي، خپل کړی دی.
هرکاندید چې لږترلږه د الکټرال کالجونو ۲۷۰ یې وګټي د دغو انتخاباتو ګټونکی اعلانېږي.
امریکایان پر ځايي وخت نن سهشنبې د ولسمشرۍ په تاریخي انتخاباتو کې چې هم په ملي کچه او هم په اووه ایالتونو کې چې برخلیک ټاکوونکي ایالتونه بلل کېږي سره ویشل شوي، رایې ورکوي.
د رایې ورکولو بهیر د امریکا په سیمهییز وخت د سهار په اووه بجو په ځینو ختیځو ایالتونو کې پیل شوی چې د الاسکا او هاوایي په ګډون به په سیمهییز وخت تر ماښام پورې دوام وکړي.
د ډیموکراټانو لهخوا د ولسمشر مرستیاله کامالا هریس او د جمهوریپالو لهخوا پخوانی ولسمشر ډونالډټرمپ سره سیالي کوي.
په دغو انتخاباتو کې رایې ورکونکي همدارنګه د کانګرس د دواړو جرګو، د استازیو جرګې د ټولو ۴۳۵ څوکیو او د سل کسیزې سنا جرګې د ۳۴ څوکیو لپاره استازي ټاکي.
د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور لهمخې په یوشمېر ایالتونو کې د رایو ورکولو مرکزونه د موقت وخت لپاره د بمي ګواښونه له امله له خلکو تخلیه شوې دي.
په جنوب ختیځ جورجیا ایالت کې د رایې ورکولو دوه مرکزونه د شاوخوا ۳۰ دقیقو لپاره تخلیه شوي و.
د امریکا فدرالي پولیسو ویلي وو، داسې ښکارېده چې دغو مرکزونو ته د بمونو ګواښونه چې عاملان یې روس پلوه عناصر بلل شوي، شوي وو.
دغې ادارې همدارنګه ویلي، په یوشمېر ایالتونو کې د رایې ورکولو مرکزونو ته ګواښونه شوي و، چې چارواکو هغه کره نهدي ارزولي.
د امریکا استخباراتي او امنیتي چارواکو لهدې مخکې روسیه او ایران تورن کړي و چې د سایبري حملو او د غلطو معلوماتي کمپاینونو له لارې چې پهدې وروستیو کې یې زیات کړي، هڅه کوي چې په دغو انتخاباتو کې ګډ وډي رامنځته کړي.
په پنسوالنیا ایالت کې چې یو له مهمو ایالتونو بلل کېږي، د لومړنیو راپورونو لهمخې د جمهوریپالو د ګوند څارونکي نهدي پرېښودل شوي چې د انتخاباتو ځینو مرکزونو ته ننوځي، چې وروسته دغه ستونزه هواره شوه.
د اسوشیتید پرس خبري اژانس د راپور لهمخې، د لوزیانا او کنټکي ایالتونو په ځینو سیمو کې د تخنیکي او د الکترونکي رایې شمېرنې اړوند ستونزو له امله د رایې ورکولو بهیر په ځنډ پیل شوی و.
په میسوري ایالت کې د سخت باران له کبله چې سېل راوتلی و، په سنټ لویس سیمه کې د رایې ورکولو یو مرکز ته د خلکو ورتګ ستونزمن شوی و او په یوه بل کې یې هم برېښنا پرې شوې وه.
کارکوونکو د ډیزلي برښنا په مرسته پهدې مرکز کې د رایو ورکولو بهیر بېرته پیل کړ.
په یوشمېر ښارونو کې د رایې ورکولو په مرکزونو کې د خلکو کتارونه لیدل شوي، خو دې ته په پام چې د رایې ورکولو پر شرایطو برابرو په لسګونو کسانو د انتخاباتو له ورځې مخکې خپلې رایې د پوستې لارې ورکړي یایې حضوري کارولي، د رایې ورکولو بهیر ښه روان دی.
نن د رایې ورکولو د مرکزونو له تړل کېدو وروسته تمه نهکېږي چې، د رایو لومړنۍ نتیجې به څو راتلونکو ورځو کې څرګندې شي، ځکه په ځینو ایالتونو لکه پنسلوانیا کې د پوستې له لارې د کارول شویو رایو د شمېرلو بهیر پڅ روان دی.
تمه کېږي چې د رایې ورکونکو شمېر به چې د احصایي د ملي ادارې د شمېرو لهمخې په ۲۰۱۶ او ۲۰۲۰ کلونو کې لوړ و، دا ځل هم زیات وي.
د جمهوریپالو کاندید پخواني ولسمشر ډونالډټرمپ د فلوریدا ایالت په پالم بیج کې له خپلې مېرمنې ملانیا سره د رایې له ورکولو وروسته ناهیلي وښوده چې ښایي د انتخاباتو نتیجه په څو ورځو کې څرګنده نهشي او ویې ویل چې د امریکا د انتخاباتو سیسټم باید زیات موثر وي.
هغه وویل، دی ډاډه دی چې انتخابات هغسې چې دی یې غواړي مخته لاړ شي.
هغه زیاته کړه، داسې ښکاري چې جمهوریپالان پیاوړي راڅرګندیږي.
د ډموکرات ګونده کاندیده د ولسمشر مرستیاله کامالا هریس چې له مخکې یې د پوستې له لارې خپله رایه کارولې په پام کې لري چې، په واشنګټن کې په هاوارډ پوهنتون کې د تورپوستو تاریخي پوهنتون بلل کېږي او دا په ۱۹۸۶ کال یې ورڅخه د اقتصاد او سیاسي علومو له څانګې فارغه شوې، په انتخاباتو غونډه کې ګډون وکړي.
د انتخاباتو فدرالي چارواکو له انتخاباتو یوه ورځ مخکې د نوامبر په ۴مه خبرداری ورکړی چې سیالیو ته په ورنژدې کېدو سره روسیې او ایران هڅې زیاتې کړي چې، پر دغو انتخاباتو خپل نفوذ خپور کړی او په رایې ورکوونکو کې اختلافات رامنځته او هغوی د انتخاباتي چارواکو پر ضد تاوتریخوالي ته ولمسوي.
ټرمپ چې په ۲۰۲۰ کال کې یې انتخابات اوسني ولسمشر جوبایډن ته بایللي، د درېیم ځل لپاره هڅه کوي چې د سپینې ماڼۍ واګې ترلاسه کړي.
د امریکا د سیسټم لهمخې یو کاندید په ملي کچه د ډېرو رایو په ګټلو سره بریالی نه اعلانیږي، بلکې د الکټرال کالج د ۵۳۸ رایو چې هر ایالت ته د خپل نفوس په اندازه سهمیه ورکړل شوې، د لږ تر لږه ۲۷۰ ټاکنیزو پلاو د رایو په ګټلو سره بریالی اعلانیږي.