Добавить новость
ru24.net
World News
Ноябрь
2024

ډونالډ ټرمپ بياځلې د امريکا ولسمشر وټاکل شو

0
د اسوشیتید پریس او CNN په ګډون د ډېرو امریکایي رسنیو د راپورونو له‌مخې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو جمهوري غوښتونکي نوماند او پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د انتخاباتو ګټلو لپاره د اړتیا وړ ۲۷۰ الکټرال کالج یا د انتخاباتي پلاو رایي تر لاسه کړي او خپل سیالې کامالا هریس ته یې ماته ورکړې ده.


دا په‌داسې حال کې ده چې د پایلو له رسمي اعلان نه وړاندې ټرمپ خپلو پلویانو او د خپل د انتخاباتي کمپاین ټیم ته د بریا مبارکي ورکړې.


ټرمپ دا وینا د فلوریدا ایالت په پالم بیج کې د خپلو پلویانو تر منځ وکړه او زیاته یې کړه چې، په راتلونکو څلورو کلونو کې به د امریکا لپاره خپلې کړې ژمنې عملي کوي.


د اسرايیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، د هنګري لومړي وزیر ویکټور اوربان، د بریټانیا لومړي وزیر ک‌یرسټارمرډ، د هند لومړي وزیر نریندرا مودي، د ایتالیا لومړۍ وزیرې جورجیا ملوني، د چک جمهوریت لومړي وزیر پیتر فیالا، د ناټو عمومي مشر مارک روته د نړۍ له هغو رهبرانو څخه دي چې تر اوسه یې ټرمپ ته مبارکي ورکړې.


د نړۍ د رهبرانو تر څنګ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي پخواني استازي زلمي خلیل‌زاد د ټرمپ بریا لپاره پر خپله ایکس‌پاڼه هغه ته مبارکي ورکړې.


ټاکل شوې چې د متحده‌ایالاتو نوی ولسمشر به د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۰ لوړه وکړي او خپل کار پیل کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Паула Бадоса разгромила Мертенс во втором круге турнира WTA-1000 в Дубае






Врач Рыбкина посоветовала не давить на ребёнка, если он переживает из-за веса

Что случилось к этому часу: главные новости дня к 16:00 18 февраля

Джабаров: в Европе подавлены уходом Трампа от идеи нанести поражение РФ

В Петербурге прошла премьера фильма "Северный полюс", рассказывающая о подвиге экипажа "К-3"